Pajhwok Afghan News

کابل کې چاودنې یو تن وواژه، درې يې ټپيان کړل

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وایي، د درېیمي امنیتي حوزې اړوند سېمه کې په یوه مارسیډیز موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو تن وواژه، او درې نور  یې ټپيان کړل.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن ماښام مهال د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند کوټه‌سنګي سیمه کې په یوه مارسیډیز ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنه کړې.»

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور عام کسان ټپیان شوي دي.

ځدران وویل چې سېمې ته پولیس رسېدلي او خپلې پلټنې یې پیل کړي دي.

Views: 37

Exit mobile version