مهترلام (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې ده.
د لغمان امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار ۱۰ بجې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په چلمټیو سیمه کې یوه نجلۍ کرولا موټر وهلې او مړه شوې ده.
د هغه په خبره، پېښه د موټرچلوونکي بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
نوموړي وویل، موټرچلوونکی نیول شوی او د ماشومې جسد هم روغتون ته له لېږدولو وروسته د هغې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
Views: 41