جلالاباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهارحکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله درېيو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ کورونه هم نړېدلي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، پرون د دغه ولایت بټيکوټ ولسوالۍ په لوړتۍ او سپینخوړ سيمو کې د خونو چتونو لوېدو پېښو کې يو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچينې زیاته کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کوټ، سپينغر، لعلپورې، اچين، خوږياڼو، دوربابا او نازيانو ولسواليو کې لسګونه کورونه او خونې نړېدلي، لارې او ویالې زيانمنې شوې او فصلونه هم له منځه تللي دي.
بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو مسوولين وايي، ننګرهار کې یې د خپلو ځواکونو په هڅه په سېلاب کې بند پاتې لسګونه کسان ژغورلي دي.
د یادې قولاردو وياند مولوي وحيدالله محمدي پژواک ته وويل چې دا کسان دوربابا او غنيخېلو ولسواليو کې ژغورل شوي دي.
د ننګرهار اوسېدونکي بيا سېلابځپلو ته د مرستو غوښتنه کوي.
د بټيکوټ ولسوالۍ د امرخانې سيمې يوه اوسېدونکي نعمتالله پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې سېلابونو او ورښتونو خلک سخت ځپلي او له ولايتي ادارې یې له دغو کورنيو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
خو د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، له ټولو زيانمن شوو کورنيو سره به له سروې وروسته مرسته وکړي.
په دې وروستيو کې ورښتونو د ننګرهار په ګډون ډېرو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
Views: 10