پلعلم (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځيو بیارغونې چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي د م.م د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې رغول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «په یادو پروژو کې د حاجیانو، بيبي امنې او سورۍ تېږي لومړنیو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، د ژورو څاګانو کیندل، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک اوبو شبکې، د عصري او ساده تشنابونو جوړول، کانکریټي کثافتدانۍ او نور اړین ملحقات شامل دي.»
عرب زیاته کړه، د یادو ښوونځيو له رغولو وروسته به شاوخوا ۲ زره نجونو او هلکانو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي حبیبالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دوی د سیمې ښوونځی رغول کېږي.
هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت ته پهکار ده چې د دې ولسوالۍ د پاتې سیمو هغو ښوونځيو ته چې هیڅ ودانۍ نه لري او یا هم د جنګ جګړو له امله وبجاړ شوي، ودانۍ جوړې کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د یونیسف له لوري په لوګر د دوولسو ښوونځیو ودانۍ رغول شوې دي.
Views: 31