Pajhwok Afghan News

د سوري زړه ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل دوو روغتونونو ته معرفي شول

کابل (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د يادې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

سرچينې زياته کړې، افغاني سرې میاشتې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۰۱۳ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورمعرفي کړي او ټول لګښت يې د دغې ټولنې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې ده، یادې ټولنې به تر دې مخکې د سوري زړه ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږل.

Views: 53

Exit mobile version