Pajhwok Afghan News

متقي له قمي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د بارانونو په پایله کې له څو کلنې وچکالۍ وروسته په نیمروز او د ایران سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د یاد هېواد سیاسي استازولۍ له مشر حسن کاظمي قمي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو پرمختګونو، د اړیکو پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، کابل کې د ایران سفیر پر غزې تړانګه د «صهیونیستي رژیم» ښکاره تېري په هکله د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل برید غندنې له امله مننه وکړه او دغه راز یې د یاد هېواد سیستان ته د هلمند سیند اوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه.

قمي وویل چې اوبه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا برخه کې یو مهم عامل دی او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان دوام ومومي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې د افغانستان بهرینو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

متقي زیاته کړې: «سږ کال د الله تعالی په فضل په هېواد کې بارانونه وشول چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت او د هغه هېواد (ایران) په سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې د ښه ګاونډیتوب اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.

Views: 22

Exit mobile version