مهترلام (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سلطان غازيبابا ښارګوټي کې یو کس په ډزو وژل شوی خو امنیتي کسانو یې قاتل هممهاله نیولی دی.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې د مهترلام ښار سلطان غازيبابا ښارګوټي اړوند قبایلو ریاست ته څېرمه یو تن وروسته له هغه امنيتي منسوبینو له خوا ونیول شو چې یو بل کس يې ځای پرځای په ډزو وواژه.
د هغه په خبره، له نیول شوي کس سره یو میل کلاشینکوف هم نیول شوي او د لومړنیو څېړنو پر اساس پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
Views: 137