Pajhwok Afghan News

د ایران ولسمشر سریلانکا ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي سریلانکا ته سفر کړی دی.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر د پاکستان درېیو ښارونو اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ ته له رسمي دوه ورځني سفر وروسته د اومااویا بند لویې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه سریلانکا ته سفر کړی دی.

هغه د خپل سیال په رسمي بلنه سریلانکا ته سفر کړی او د دغه هېواد رسمي چارواکو یې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ابراهیم رییسي تېره ورځ په پاکستان کې ویلي وو چې د ترهګرۍ پر وړاندې د تهران او اسلام‌اباد دریځ یو دی او دواړه هېوادونه له نا امنۍ سره د مبارزې په برخه کې ژمن دي.

دغه‌راز رییسي د پاکستان له ولسمشر اصف زرداري سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دغه هېواد امنیت د خپل هېواد امنیت بولي.

Views: 10

Exit mobile version