سرپل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د سرپل د فوټسال ټورنمنټ چې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د شهید اختري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د سرپل د فوټبال فدراسیون مسوول عباس محمدي وویل، د فوټسال دغه ټورنمنټ دوه میاشتې مخکې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و چې نن پای ته ورسېد.
د هغه په خبره، دغه ټورنمنټ کې د شهید اختري لوبډلې لومړی او د شهید خرم لوبدلې دویم مقام خپل کړ.
هغه وویل، له داسې ټورنمنټونو څخه د فدراسیون او بدني روزنې امریت د ملاتړ موخه دې برخه کې د غوره استعدادونو پیدا کول دي.
د فوټسال ټورنمنټ تنظیموونکي وليمحمد اختري وویل چې له نېکهمرغه دغه ټورنمنټ د سلګونو لیدونکو په حضور کې پرته له کومې ستونزې پای ته ورسېد.
اختري زیاته کړه، دا ټورنمنټ د دې لامل شو چې د سرپل د مرکز د شلو سیمو ځوانانو ترمنځ پېژندګلوي او صمیمیت ډېر شي.
د یادونې ده چې دغه ولایت کې د فوټسال او فوټبال مینهوال په بېساري ډول ډېر شوي دي.
Views: 10