Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): کابل ښار کې نن د سړکونو جوړولو درېیو پروژو چارې پیل شوې چې د نږدې دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادو پروژو پرانیستې مراسمو کې وویل، کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظمولو په موخه هڅې پیل کړې دي چې د پخوا په پرتله به ورسره د ښار بڼه نوې او منظمه شي.
اقتصادي مرستیال له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د ټولګټو پروژو ساتنه کې له حکومت سره همکاري وکړي او د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.
ورته مهال، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال عامر یاسر وویل، نن به په کابل ښار کې د ۹۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د سړکونو جوړولو درېیو پروژو چارې پیل کړي.
هغه زیاته کړه، د یادو پروژو له ډلې لومړۍ د کابل ښار شمال لور ته د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه ده چې ۲،۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
نوموړی وایي، په یاد سړک ۳۶۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په نږدې دوو کلونو به یې کارونه بشپړ شي.
ورته مهال، د کابل ښاروالي استازي نعمت الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دویم سړک د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې له قصبې سیمې د شهید تر څلورلارې غځول کېږي چې ۱۹۰۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري.
د نوموړي په خبره، په دغه سړک به ۱۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، بله پروژه د هوایي ډګر له څلورلارې بیا د نهمې ناحیې اړوند تر ګمرک سیمې پورې غځول کېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري او زیاتوي چې ۴۰۷ میلیون افغانۍ لګښت به پرې راشي او چارې به یې په شلو میاشتو کې بشپړې شي.
بارکزی وایي، د دې پروژو لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.
دغه راز، د خیرخانې کوتل یوه اوسېدونکي عبدالرفیع پژواک ته وویل، د یاد سړک په جوړېدو سره به تر ډېره په دې سيمه کې ترافيکي ګڼه‌ګوڼه کمه شي.
هغه وویل :«پر دغه سړک د موټرو ډېر رش وي، هر وخت لار بنده وي، نو د دغه سړک په جوړېدو به دغه ستونزه حل شي او خلک به په اسانۍ له یو ځایه بل ځای ته تګ راتګ کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د غویي په شپږمه هم د کابل ښار د تهیه مسکن او سرای شمالي څلورلارو ترمنځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او دغه راز د ښار ۱۷مه ناحیه کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.

Views: 58

Exit mobile version