Pajhwok Afghan News

د فراه ښار – خاکسفېد ولسوالۍ سړک جوړولو چارې پیل شوې

فراه‌ښار (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۳): د فراه ولایت د مرکز – خاکسفید ولسوالۍ د ۵۵ کیلومتره سړک هوارولو، جغل‌اچونې او پلګوټو جوړولو چارې پيل شوې.

د فراه د ټولګټو رييس مولوي عبدالودود معتصم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له فراه ښاره تر خاکسفید ولسوالۍ پورې د غځېدلي ۵۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې چې پشترود ولسوالۍ هم په کې شاملېږي.

هغه وویل چې ماشینري او کارکوونکي د دوی دي خو بودجه د ولایت مقام له لوري ورکول کېږي او له نورو ادارو یوه کمېټه هم د دغه سړک چارو لپاره رامنځته شوې ده.

نوموړي د یاد سړک جوړولو د بودجې په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل، دوی هڅه کوي هر څو ژر دغه سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

هغه وویل چې د سړک هوارولو ترڅنګ جغل هم پرې اچول کېږي او پلګوټي یې هم جوړیږي.

بل لور ته، خلک هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د خاکسفېد ولسوالۍ د دېوال‌سرخ کلي اوسېدونکي محمدوزیر پژواک ته وویل چې له کلونو راهیسې پر دغه سړک موټر چلوي.

هغه زیاته کړه: «ټوله لار یو ساعت نه ده خو سړک ډېر خراب دی، موټر په څلورو ساعتونو کې هم نه رسېږي، دا چې له خیره سره جوړ شي او هوار شي، موږ ته ډېر ښه کېږي.»

دغه راز، د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکي محمدیونس وویل چې د دغه سړک په جوړېدو به زرګونو کسانو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

هغه خوښي وښوده چې د سړک په جوړېدو سره به هم کروندګر خپل حاصلات پر وخت بازار ته رسوي او هم به ناروغان له ډېرو ستونزو پرته روغتون ته رسول کېږي.

د یادونې ده، د فراه د ۱۱ ولسوالیو سړکونه خامه او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Views: 12

Exit mobile version