ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عابد: مخابراتي شبکې دې د سیمکارتونو راجسټر لپاره اسانتیاوې برابرې کړي

عابد: مخابراتي شبکې دې د سیمکارتونو راجسټر لپاره اسانتیاوې برابرې کړي

author avatar
29 Apr 2024 - 17:42
عابد: مخابراتي شبکې دې د سیمکارتونو راجسټر لپاره اسانتیاوې برابرې کړي
author avatar
29 Apr 2024 - 17:42

پل‌علم (پژواک، ۱۰ غويي ۱۴۰۳): د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس وايي، ټولې مخابراتې شبکې باید د سیمکارتونو ثبت او راجسټر لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي مطیع‌الله عابد وویل، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته د سیمکارتونو ثبت او راجسټر لومړیتوب لري.

هغه همدارنګه د مخابراتي او انټرنېټې شبکو پر ولایتي څانګو غږ وکړ چې د ښځينه او نارینه پېرودونکو د سیمکارتونو ثبت راجسټر برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځته کړي او له خپلو پېرودونکو سره نرم چلند وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ مخابراتي سایټونه فعاله کړي چې لسګونه زره کسان له مخابراتي او انټرنېټې خدمتونو برخمن شوي دي.

د مخابراتو ریيس پر مخابراتي کمپینو غږ وکړ چې د مرکز په شان لرو پرتو ولسوالیو کې هم خلکو ته مخابراتي او انټرنېټې خدمتونه برابر کړي.

خو بل لورته د لوګر مرکز پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي بشیراحمد پژواک ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې هڅه کوي چې خپل سیمکارت په خپل نوم راجسټر کړي خو په مخابراتي شبکو د ګڼې ګونې له امله نه دی توانېدلی چې خپل سیمکارت ثبت کړي.

نوموړي مخابراتي شبکو ته وړاندیز وکړ چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د سیمکارتونو ثبت لپاره مرکزونه زیات کړي، څو پېرودونکي وکولای شي چې په اسانۍ سره خپل سیمکارتونه ثبت کړي.

دغه راز د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدهاشم پژواک ته وویل، د ولایت په کچه د یو شمېر مخابراتي شبکو سیمکارتونو ته لاسرسی ستونزمن شوی په دغه برخه کې هم باید اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د اترا ملي ادارې له مخابراتي شبکو غوښتي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د پېرودونکو ناثبت سیمکارتونه ثبت او راجسټر کړي.

دې ادارې ټینګار کړی چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي څو په ننګرهار، پکتیکا، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سیمکارتونو د ثبت او راجسټر بهیر ته لومړیتوب ورکړي او لږ تر لږه باید د میاشتې ۲۵۰ زره سیمکارتونه ثبت کړي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.