ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار د غرښوېيدنې له امله تړل شوې

د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار د غرښوېيدنې له امله تړل شوې

author avatar
29 Apr 2024 - 12:24
د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار د غرښوېيدنې له امله تړل شوې
author avatar
29 Apr 2024 - 12:24

ګردېز (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا حکومتي مسوولین وايي چې د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ عمومي لار د غرښوېیدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د پکتیا د ټولګټو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار په احمدخېلو ولسوالۍ کې د غرښوېیدنې له امله د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

سرچینه وايي چې ماشینري او پرسونل سیمې ته استول شوي څو لار هر څه ژر بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

د یادونې ده چې د پکتیا د شپږو ولسوالیو خلک پر یاده لار تګ راتګ کوي او ترڅنګ یې له پاکستانه سوداګریز او ترانزیټي توکي هم پر دغه لار پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.