Pajhwok Afghan News

د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار بېرته د ترافيکو پرمخ پرانیستل شوه

ګردېز (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا حکومتي مسوولین وايي، د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ عمومي لار چې د غرښوېیدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

نن له غرمې مخکې د پکتیا د ټولګټو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار په احمدخېلو ولسوالۍ کې د غرښوېیدنې له امله د ګردېز- ډنډپټان عمومي لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

سرچینه ویلي وو چې ماشینري او پرسونل سیمې ته استول شوي څو لار هر څه ژر بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

خو نن له غرمې وروسته د پکتیا د ټولګټو ریاست د کار او ساختماني چارو امر محمدرسول کریمي پژواک ته وویل چې له څلورو ساعتونو ځنډ وروسته یاده لار بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د یادونې ده چې د پکتیا د شپږو ولسوالیو خلک پر یاده لار تګ راتګ کوي او ترڅنګ یې له پاکستانه سوداګریز او ترانزیټي توکي هم پر دغه لار پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

Views: 6

Exit mobile version