Pajhwok Afghan News

غزني کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګېد

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۳): د غزني والي وايي، د افغانۍ دودولو په موخه یې په دغه ولایت کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.

د غزني والي حافظ امین جان عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې یې د بهرنیو اسعارو د چلند مخنیوي کمېټه جوړه کړې او تېره ورځ یې په دې اړه یې له سوداګرو، کلانترانو، هټۍوالو، کاروباریانو او عامو خلکو سره ګډه ناسته هم کړې ده.

نوموړي وويل: «د افغانیو دودول د اسلامي امارت د مشرتابه مقام حکم دى، باید جدي پاملرنه ورته وشي او په دې برخه کې هيڅ غفلت د منلو نه دى، د بهرنيو اسعارو کارولو مخنيوى زموږ دنده ده او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوو.»

هغه دغه راز وویل چې د غزني ښار ټول صرافان، موټرپلورنځي، زرګران، هټۍوال او عام وګړي مکلف دي چې سر له ننه په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو له کارونې ډډه وکړي.

ورته وخت کې خلک له دې پرېکړې هرکلی کوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي وکیل‌احمد پژواک ته وویل: «که دغه کار د یوې ښې برنامې له مخې پر مخ لاړ شي، ښه به وي؛ ځکه چې دلته ډېر خلک راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کوي.»

دغه راز، غزني کې د اقتصادي چارو یوه کارپوه شوکت‌الله ځلاند پژواک ته وویل: «کله چې بهرني اسعار یا پاکستانۍ کلداري په غزني کې له ورځنیو معاملو لرې شي، د افغانیو ارزښت لوړېږي او هم د خلکو ترمنځ دودیږي.»

د یادونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د غزني ترڅنګ په ټولو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز لګول شوی دی.

Views: 54

Exit mobile version