Pajhwok Afghan News

سرپل کې د سېلابونو راوتلو له امله څه باندې زر هکتار کرنیزه ځمکه او ۴۲ سربندونه تخریب شوي

سرپل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د سرپل ځایي مسوولین وایي چې سرپل کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې زر هکتار کرنیزه ځمکه او ۴۲ سربندونه ویجاړ شوي دي.

د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر داملا شریف الله مصدق پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت کې د تېرې یوې میاشتې سېلابونو له امله ۱۴۵۴ هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه دغو سېلابونو ډېر زیان د دغه ولایت کوهستانات ولسوالۍ ته اړولی چې زیانمنو کسانو ته د مرستې رسونې موضوع د ولایت له چارواکو، مرکزي مسوولینو او همکارو موسسو سره شریکه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، د سېلابونو له راوتلو وروسته د سرپل والي محمد‌یعقوب عبدالرحمن اکه په لارښوونه د ولایت مقام، پېښو ته د رسېدنې او کرني ریاستونو له خوا ټاکل شوو پلاو د سېلابونو د تخریباتو سروې کړې چې په پایله کې یې دغه ارقام لاسته راغلي دي.

د سرپل د فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري بهرام عمري وویل چې د سرپل په کچه ۴۲ سربندونه د سېلابونو له امله له منځه تللي دي.

هغه وایي، ۱۲ سربندونه سانچارک ولسوالۍ، پنځه سربندونه کوهستانات او نهه سربندونه په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې او ۱۶ سربندونه سرپل مرکز کې تخریب شوي دي.

عمري وویل، د دغو سربندونو په تخریبېدو سره زرګونه جریبه ځمکه د اوبو کولو له ستونزو سره مخ شوي او د وضعیت راپور یې د اوبو او برېښنا له وزارت سره شریک کړی دی.

د سرپل یوه اوسېدونکي رحمت‌الله وویل چې دې وروستیو ورځو کې د سربندونو په تخریبېدو سره کرنیزې ځمکې له خړوبولو پاتې دي که سربندونه ژر جوړ نه شي کښتونه به د اوبو نه رسېدو له امله به له منځه لاړ شي.

د سرپل یوه بل اوسېدونکي حسن وویل: «هر کال به اوبه نه وې، خو سږ کال چې اوبه شته ځمکو ته نه رسیږي، له حکومت او موسسو غواړو چې ډېر ژر دې د سربندونو بیارغونې برخه کې له بزګرو سره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه، بزګر باید له دغو ډېرو اوبو استفاده وکړي څو ښه او ډېر حاصلات لاسته راوړي او د هېواد پر ځان بسیاینه کې شریک شي.

Views: 13

Exit mobile version