کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي نړۍوال شل اووریزه جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ نړۍوال شل اووریزه جام سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې ترسره کېږي.
د یاد جام لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د راشد خان په لوبډلشمرۍ ملي لوبډله اعلان کړه.
په دغه لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمنالله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، نجیبالله ځدراڼ، عظمتالله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، مجیبالرحمن، نور احمد، نوینالحق، فضلحق فاروقي او فرید احمد شامل دي.
دغه راز په یاده لوبډله کې بیا حضرتالله ځاځی، صدیق اتل او سلیم صافی د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
د یادونې ده چې شل اووریزه نړۍوال جام په جون میاشت کې په امریکا او وېسټاینډیز هېوادونو کې ترسره کېږي.
Views: 14