غزني ښار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): غزني کې د فوټسال الف لوبډلو غوره لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.
هغه وايي چې طلوع لوبډلې د ۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای او د نوآباد ستار لوبډلې د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ.
د مجاهد په وینا، سیدعلي د یادو سیالیو غوره لوبغاړي په توګه، سید مهدي د غوره ګولکېپر او محمدفهیم د غوره ګولوهونکي په توګه وټاکل شول.
دی زیاتوي چې له دغو سیالیو موخه د غوره لوبډلو انتخاب و چې طلوع او نواباد ستار لوبډلې د غوره لوبډلو په توګه وپېژندل شوې او د غزني د پرېمرلیک ته یې لار پیدا کړه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو غوره لوبډلې ته کپ، غوره لوبغاړي ته مډال او نورو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم په غزني کې د فوټسال غوره لیک سیالۍ د دیارسنايي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
Views: 18