Pajhwok Afghan News

د بدخشان په درایم کې د یوه کس وژل کېدل؛ امنیه قومانداني: پېښه د پولیسو ځوابي عمل کې شوې

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو پر سر د ځايي خلکو او امنیتي کسانو ترمنځ شخړه شوې چې د پولیسو په ځوابي عمل کې د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژل شوی دی.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «له بده مرغه په درایم ولسوالي کې جنجال د دې ولسوالۍ په یوه کلي کې د څو استفاده‌جو انسانانو له لوري خلکو پارولو له امله و چې د کوکنارو کروندو د تخریب له امله د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې لامل شو.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لومړی ځايي خلکو پر «مجاهدینو» د ډبرو په وارولو غوښتل د هغوی وسایطو او وسایلو ته اور واچوي چې په ځوابي عمل کې یو کس وژل  شوی او اوس وضعیت عادي دی او ساحه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

دغه پيښه پرون له ماسپښين وروسته د بدخشان د درایم ولسوالۍ په کرلق کلي هغه مهال ‎وشوه چې امنيتي ځواکونه دې ولسوالۍ ته د کوکنار اړولو لپاره ورغلي وو چې شخړه رامنځته شوه.

په درایم کې ولسي ‎سرچینې وايي چې ځايي اوسېدونکو د یوه کس د وژنې په تړاو اعتراض کړی او ‎د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

Views: 11

Exit mobile version