Pajhwok Afghan News

لوګر کې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون پرانيستل شو

پل‌علم (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): د لوګر د بدنې روزنې او سپورټ امریت وایي، د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانیستل شو.

د لوګر بدني روزنې او سپورټ عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق وویل، د پخوا په پرتله په هېواد کې سپورټ د پام وړ پرمختګ کړی او اوس ورزشکاران کولای شي چې په خوندي توګه سیالۍ ترسره کړي.

وثیق زیاته کړه: «د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له هېوادوالو سره ژمنه کوي چې ورزش به ټولشمول کوي او له مرکزه ولایتونو، له ولایتونو به ولسوالیو او له ولسوالیو به کلیو ته غځول کېږي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه لوګر ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې لپاره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او دې لېوالتیا ته په کتو د بدنې روزنې او سپورټ اداره دېته وهڅېده چې دلته ورته فدراسیون پرانیزي.

دغه راز، د موټرسایکل ځغلونې عمومي فدراسیون رییس سید نبي‌الله سادات وویل، لوګر دیارلسم ولایت دی چې د موټرسایکل ځغلونې ملي فدارسیون څانګه په کې پرانيستل کېږي.

هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې په غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون څانګې پرانيستل شي.

بلخوا، د موټرسایکل ځغلونې یوه لوبغاړي محمدرسول پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون پرانيستل شو.

هغه وړاندیز وکړ چې د بدني روزنې او سپورټ عمومی ریاست ته په کار ده چې په دغه ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې لوبغاړو ته د ورزش ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

د جوړې شوې غونډې په پای کې د کابل او لوګر ولایتونو د موټرسایکل ځغلونې لوبغاړو د موټرسایکل ځغلونې دوستانه سیالۍ هم ترسره کړي.

Views: 48

Exit mobile version