Pajhwok Afghan News

د بلوچستان په چمن کې لاریون؛ پاکستاني پولیسو درې لاریون‌وال وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي

کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): پاکستاني پولیسو د بلوچستان په سرحدي سیمه چمن کې پر لاریون‌کوونکو ډزې کړې، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

له تېرو څو میاشتې راهیسې په چمن کې لغړیانو او یو شمېر نورو کسانو له دې امله د پرلت خېمې درولې چې د پاکستان حکومت باید دوی ته د پخوا په څېر د چمن – سپین‌بولدک ترمنځ له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړي خو د پاکستان له لوري تر اوسه د هغوی دغه غوښتنه نه ده منل شوې.

د یادو پرلت‌کوونکو له ډلې علاوالدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرلتوالو نن د پرلت په دوام لاریون کړی و چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

هغه زیاته کړه، په دغو ډزو کې درې لاریون‌کوونکي ووژل شول، ۱۲ نور ټپیان دي او د پرلت‌کوونکو خیمې هم سوځېدلې دي.

دغه راز، یوه بل لاریون‌وال محمدحنیف هم ورته څرګندونې وکړې، ویي ویل، مخکې د دوی پر مخ د مازل ګلۍ په نوم یوه فرعي لاره خلاصه وه چې د سپین‌بولدک او چمن ترمنځ دوی او ناروغانو ورباندې تګ راتګ کاوه خو هغه لاره هم له تېرو پنځو ورځو راهیسې بنده ده.

د هغه په وینا، دوی د لارې بېرته خلاصېدو غوښتنه کوله خو د پولیسو له خوا ورباندې ډزې پيل شوې.

ورته مهال، د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل، دوی په چمن کې له نښتې خبر شوي خو تر اوسه دروازې ته نږدې کومه ستونزه نشته.

د هغه په وینا، باروړونکي موټر هم په عادي ډول تګ راتګ کوي او پر وړاندې یې خنډ نشته.

جمشید وویل: «موږ له نښتې خبر شوي یو، خو تر اوسه باروړونکو موټرو یا د دروازې سره نږدې کومه ستونزه نشته، د مازل ګلۍ په نامه لاره له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني لوري د ناروغانو پر مخ بنده کړې، په علت یې موږ هم نه یو خبر.»

بل لور ته، د پاکستان حکومتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 41

Exit mobile version