Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د ګاز ډبې چاودنې له امله څلور کان‌کیندونکي ټپیان شوي

پاراخ (پژواک ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د زمردو په یوه کان کې د ګاز ډبې چاودنې له امله څلور کان‌کیندونکي ټپيان شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه نن غرمه شوې ده.

هغه وویل، د پېښې ټپيان د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی له ډلې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یوه مېرمن د لغمان د الینګار ولسوالۍ په تینګور سیمه کې د ګاز ډبې چاودنې له امله مړه شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.