ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز لسګونه جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

کندوز لسګونه جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

author avatar
5 May 2024 - 15:26
کندوز لسګونه جریبه کوکنار له منځه وړل شوي
آرشیف
author avatar
5 May 2024 - 15:26

کندوز (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین یوه میاشت مخکې پیل شوی چې تر اوسه د مرکز ترڅنګ په خان‌اباد، امام صاحب، علي‌اباد، قلعه‌ذال او ګل‌تپې ولسوالیو کې پر ۶۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

هغه وایي: «د کوکنارو مخنیوي برخه کې د پولیسو مبارزه روانه ده، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي کوکنار وکري، تر اوسه مو پر ۶۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.»

خاکسار وایي چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی او ډېرو خلکو یې بدیل کښت ته مخه کړې ده.

بلخوا، د کندوز یو شمېر اوسېدونکو او بزګرو د کوکنار اړولو د یاد کمپاین هرکلی کړی دی.

په دې اړه یو بزګر محمدالله وایي: «موږ د کوکنارو د له منځه وړو مخالف نه یو، خو حکومت دې اصلاح شوي تخمونه راکړي چې د کوکنارو پر ځای یې وکرو.»

د کندوز یو اوسېدونکی محمدخان وایي: «موږ د دغه کمپاین هرکلی کوو، باید له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې سرغړونه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د یوه فرمان په صادرولو په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر کښت، قاچاق او پلور بندیز لګولی دی.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.