ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې سفیر: د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي

د روسیې سفیر: د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي

author avatar
5 May 2024 - 15:20
د روسیې سفیر: د کابل او مسکو همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي
author avatar
5 May 2024 - 15:20

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): کابل کې د روسیې سفیر د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې جوړېدونکې نړۍواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او وايي، د ا.ا او روسیې همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي دي.

سرچینې د روسیې د سفیر له قوله لیکلي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او غواړي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا وغوړېږي.

هغه ویلي: «د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د روسیې سفیر زیاته کړه چې مسکو د نړۍ په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

هغه د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړۍواله ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې وویل چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

مولوي عبدالکبیر د روسیې د حکومت له رسمي بلنې د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې او دوستانه بللې او له روسي پانګوالو یې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.