Pajhwok Afghan News

اروزګان او سرپل کې سېلابونه او توپان؛ د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي

ترینکوټ، سرپل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

د اروزګان طبیعي پېښو ته د رسېدو او چمتووالي رییس مولوي عبدالله خالد ويلي، تېره شپه د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په سراب سیمه کې سېلاب یو کور نړولی چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي خالد هم یاده پېښه تایید کړه.

هغه پژواک ته وویل چې مړه شوي ماشومان یو هلک او دوه نجونې وې.

بلخوا، د سرپل طبیعي پېښو ته د رسېدو او چمتووالي رییس سید صفت‌الله صفوان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په خواجه‌یګانه کلي کې یو ۴۰ کلن سړی د توپاني باد له امله له غره رالوېدلی او مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، په یوه بله پېښه کې بیا د یادې ولسوالۍ په کمین بازار سیمه کې یو ۱۲ کلن ماشوم سېلابي اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.

د یادونې ده، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې پرله‌پسې ورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Views: 22

Exit mobile version