Pajhwok Afghan News

بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

پلخمري (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د لیسې دورې زده‌کوونکو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د بغلان د پوهنې ریاست د بدني روزنې امر نجیب‌الله سخي‌زاده د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو موخه د زده‌کوونکو بدني پیاوړتیا او ورزش ته هڅونه ده چې باید هر زده‌کوونکی د زده‌کړو ترڅنګ بدني روزنه هم ومومي.

دی وایي چې دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ چې د بېلابېلو ښوونځیو لوبډلې دي، ترسره کېږي.

د حضرت زید لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکی حسین وایي، پوهنې ریاست له لوري د فوټسال سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دی او غوښتنه کوي چې دغه لړۍ دې دوام پيدا کړي.

د هغه په خبره، ټول لوبغاړي په تېره بیا زده‌کوونکي تر نورو ډېر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، حکومت باید د لوبغاړو اقتصادي ملاتړ وکړي څو ځوانان په ډاډه زړه لوبې وکړي.

Views: 15

Exit mobile version