Pajhwok Afghan News

ایران: یوه کال کې مو ۱،۳ میلیون ناقانونه کډوال ایستلي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په تېر یو کال کې یې له دغه هېواده یو میلیون او ۳۰۰ زره «ناقانونه» کډوال ایستلي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، وحیدي په یوه خبري ناسته کې ویلي: «د دې لپاره چې ایران ته د غیرقانوني کډوالو راتلو مخه ونیسو، لازمه ده چې په دې برخه کې قوانین په مجلس کې اصلاح شي.»

هغه ویلي چې ځیني ایستل شوي کسان بېرته د ایران له پولو دغه هېواد ته راستانه شوي او باید داسې قوانین وضع شي چې په اړه یې «تصمیم» ونیول شي.

د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۴ کال کې د ۳،۴ میلیون بهرنیو وګړو کوربه دی چې ډېره برخه یې افغان کډوال جوړوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې هره ورځ زرګونه افغانان له دغه هېواده ایستل کېږي او افغانستان ته راستنېږي.

له دې مخکې له ایرانه یو شمېر ایستل شوو افغان کډوالو اعا کړې وه د پېژندګلوۍ کارت درلودو سربېره له دغه هېواده ایستل شوي دي.

Views: 13

Exit mobile version