Pajhwok Afghan News

یو شمېر تاتارستاني سوداګرو د افغانستان د نفت او ګازو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تاتارستان یو شمېر سوداګرو په افغانستان کې د نفت او ګازو د سروې، اکتشاف او استخراج برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د تاتارستان جمهوریت له یو شمېر سوداګرو، د نفت او ګازو د پروسس کمپنیو له استازو سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې تاتارستاني سوداګرو د نفت او ګازو د استخراج او پروسس برخو کې د خپلو کاري تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویلي یې دي چې افغانستان د یوه منظم سیستم ترڅنګ د بشپړ امنیت درلودونکی هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

دوی ویلي: «زموږ کمپنۍ په پام کې لري چې د افغانستان د نفت او ګازو د سروې، اکتشاف او استخراج برخو کې پانګونه وکړي.»

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي، په افغانستان کې د نفت او ګازو پراخې زېرمې دي، اوس مهال د هرات د نفت او ګازو بلاکونه اعلان ته سپارل شوي، د تاتارستان هېواد سوداګر هم کولی شي د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت د اړوندو قوانینو مطابق د پانګونې د اسانتیا په موخه همکارۍ ته چمتو دی.

Views: 44

Exit mobile version