Pajhwok Afghan News

مولوي عبدالکبیر: سره صلیب او سرې میاشتې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی او فعالیت ته یې لا هم اړتیا ده

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال  په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅې ستايي او وايي چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیا لري.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د ملي ټولنو نړۍوال غورځنګ په مناسبت د «بشریت ژوندي ساتل» تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کابینې یوشمېر غړو، د سرې میاشتې ادارې رهبري، په کابل کې د سره صلیب او یو شمېر نورو ادارو مسوولینو او رضاکارانو ګډون کړی و.

مولوي عبدالکبیر په یادو مراسمو کې ویلي، د «بشریت ژوندي ساتل» تر سرلیک لاندې دا ناسته له دې امله مهمه ده چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیا لري، د دوی د فعالیتونو له امله د میلونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دغه بهیر لا روان دی.

هغه زیاته کړې، سره صلیب او سرې میاشتې دواړو ادارو په سختو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار کړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانو له فعالیتونو او خدمت مننه کوي.

د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره که څه هم چې د جګړې ټغر ټول شوی او سراسري امنیت ټینګ دی خو لا هم په میلونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي، په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د اقتصادي ثبات په موخه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اساسي پروژې عملي شوې او یا د عملي کېدو په حال کې دي.

هغه دغه راز وویل، اسلامي امارت په سیمه کې د اقتصادي فرصتونو د استفادې سیاست غوره کړی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.

د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د متقابل احترام په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او بهرنی سیاست یې له نړۍوالو سره پر ښو اړیکو او همکاریو ولاړ دی.

مولوي عبدالکبیر وویل: «زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې وضعیت پېچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.»

نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو ترسره کول مهم وبلل او هیله یې وښوده چې نړۍوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.

Views: 40

Exit mobile version