کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د کابل امنيه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ کسان نیولي دي.
د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې له نیول شوو يادو ۲۴۶ کسانو سره یې څه باندې ۱۸ کيلوګرامه چرس، ۲۷۰ ګرامه هیرویین، نږدې اته ګرامه ښیښه، د کا، ذیکب، تریمادول او تابلین ۲۵۵۰۰ ټابلیټونه، ۵۵۳ کرامه تریاک، ۳۴ بوتله شراب او ۳۴۰ لېتره خوسا شوي ممیز نيولي دي.
هغه زياتوي، له یادو کسانو ۲۰۰ مبایلونه، ۱۸۴ زره افغانۍ، ۲۰۰ امريکايي ډالر او شپږ موټر هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز ویلي چې په یاده موده کې یې نږدې ۳۰۰ روږدي د درملنې په موخه هم ټول کړي او د کابل سروبي ولسوالۍ کې يې ۳۳ جريب ځمکه د نشهيي توکو له کښته پاکه کړې ده.
Views: 26