ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پیل شوه

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پیل شوه

author avatar
11 May 2024 - 09:46
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پیل شوه
author avatar
11 May 2024 - 09:46

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.

افغان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې احسان الله جنت لوبډلمشر، عبدالهادي ویکټ ساتونکې، عمران میر، بهیر شاه، رحمن الله ځدراڼ، عجاز احمد ازاد، ضیاء‌الرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابراهیم شریفي، نوید ځدراڼ او نسیم منګل شامل دي.

د یادونې ده، له دې مخکې افغان الف لوبډلې له سریلانکا الف لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې کړې چې دوه یې افغانستان او درې یې سریلانکا ګټلې دي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.