Pajhwok Afghan News

د حج او اوقافو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست شيخ نورمحمد ثاقب او مل پلاوی د ترکیې د دیني چارو ادارې (دیانت) د عمومي ريیس دکتور علي ارباش په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

سرچینه کې راغلي چې سرپرست وزیر به هلته په استانبول ښار کې اسلامي نړۍ علماوو جوړېدونکي مشورتي غونډه کې ګډون وکړي.

سرچینې دغه راز لیکلي، په دې غونډه کې به د نړۍ علماء‌کرام اسلامي امت او ټول انسانیت ته له ورپېښو ننګونو او خطرونو د راوتلو پر لارو چارو بحث وکړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د اسلامي ګډو قضایاوو پر وړاندې د واحد دریځ او په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امت د یووالي او توجیه په اړه بحثونه وشي.

Views: 20

Exit mobile version