نیلي (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د والي ویاند غضنفر کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د کیتي ولسوالۍ د شاليزار د هلکانو لېسې ودانۍ د یونیسف د درې میلیونه او ۸۸۸ زره افغانیو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
هغه وویل، دا ښوونځی چې شپږ درسي ټولګي لري په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
دغهراز، د دایکنډي د والي ویاند زیاتوي چې د کیتي ولسوالۍ د تجریب ښوونځي ودانۍ هم د یونیسف په څه باندې دوه میلیونه او ۳۲ زره افغانیو لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي وویل چې دا ښوونځی هم شپږ درسي ټولګي لري.
دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي وو، دغه ولایت ۴۳۱ ښوونځي لري چې له دې ډلې ۱۷۰ یې بېلابېلو ولسوالیو کې ودانۍ نه لري، دغهراز دغه ولایت کې د ۶۱ زرو نجونو په ګډون ۱۳۳ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
Views: 7