ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ او غزني کې د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول

بلخ او غزني کې د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول

مزارشریف – غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د بلخ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتونونه پرانیستل شول.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وایي چې دغه نندارتون د کتاب او کتاب‌لوستنې اونۍ په مناسبت او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د یوې اونۍ لپاره نن پرانیستل شو.

هغه زیاتوي چې په یاد نندارتون کې ۱۵ خپرندویه ټولنو ګډون کړی او ۳۰ زره عنوانه کتابونه چې په ټوله کې ۲۰۰ زره ټوکه کتابونو ته رسېږي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

ورته مهال، بلخ کې د یو شمېر خپرندویه ټولنو مسوولین د دغه ډول نندارتونو جوړېدو هرکلی کوي او د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره یې مهم ګڼي.

بلخ کې د یوې خپرندویې ټولنې مسوول عبدالجبار یادګار وایي چې ټولنه له کتاب سره تړلې ده او کتاب‌لوستنه کولای شي د ځوانانو د فکري ودې لپاره ګټوره تمامه شي.

هغه زیاتوي چې حکومت باید د خپرندویه ټولنو ملاتړ وکړي، څو له دې لارې وکولای شي بازار ته ښه او باکیفیته کتابونه وړاندې کړي.

بلخوا، د دغه نندارتون ګډوان‌وال شفیق‌الله حبیبي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د دغه ډول کړنو هرکلی کوي او وایي چې د کتاب نندارتونه جوړول د مطالعې فرهنګ ودې لپاره ګټور تمامېږي.

د یو بل خبر له مخې، غزني کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، عامه کتابتونونو، خصوصي کتاب پلورونځیو او یو شمېر پوهنتونو له لوري د غزني ښار په خواجه‌علي سیمه کې د سړک پر غاړه د کتاب نندارتون جوړ شو.

د یاد نندارتون یوه مسوول ضیاء محمود شریفي پژواک وویل چې په دغه نندارتون کې شپږ زره کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه وویل چې دغه نندارتون په دوه ورځې دوام وکړي او موخه یې مطالعې ته د خلکو هڅونه ده.

دغه راز، د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل: «زموږ هڅه دا ده چې په غزني ښار کې د کتاب لوستلو او مطالعې فرهنګ ته وده ورکړو او خلک وهڅوو څو د کتاب له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.»

هغه زیاته کړه غزني یو فرهنکي او تاريخي ولایت دی چې په راتلونکي کې به دغه ډول نورو نندارتونونه هم جوړ شي.

د یادونې ده، په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هر کال د غویي میاشتې وروستۍ اونۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اونۍ په نوم نومول شوې او د نندارتونو په جوړولو نمانځل کېږي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.