Pajhwok Afghan News

تېرو اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۷۵۶۶ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غویي میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۳۱۸۶ کسان او ۶۲۱ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوې دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۴۳۸۰ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غویي میاشتې په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سرپناه کلستر د همغږۍ مشرې ایرین موتیوو د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس مولوي محمودالحق سره په لیدنه کې ویلي و چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د یادونې ده، د روانې غویي میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۱۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 20

Exit mobile version