کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله په شلاووریز نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه ویسټانډيز ته ولاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۴ کال په شلاووریزه نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن د ویسټانډیز پر لور وخوځېده.
کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له هغه ځایه به سبا د انګلیستان له لارې انټېګا ته ورسېږي او د یادو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه به په یوه لس ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، د کرکټ شلاووریز نړۍوال جام سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې په امریکا او ویسټانډیز کې ترسره کېږي.
Views: 19