لښکرګاه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د هلمند ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالي کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنې یوه نجلۍ وژلې او یو هلک ټپي دی.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اتهنیمې بجې د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ د عبدالرحمن کارېز سیمه کې پر دوو ماشومانو د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او یو ۱۲ کلن هلک ټپي شوی دی.
نوموړی وايي، یادو ماشومانو په سیمه کې د څارويو څرولو پر مهال د هاوان سرګلوله موندلې وه، لوبې یې پرې چې چاودنه یې کړې ده.
د هغه په خبره، د ټپي شوي هلک روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
Views: 11