Pajhwok Afghan News

بامیان کې د درېیو بهرنیانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په بامیان ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي، څلور بهرنيان او درې افغانانو ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پېښه نن مازدیګر په بامیان ښار کې شوې.
هغه لیکلي: «په ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې چې له امله یې یوه افغان او درې تنه خارجي اتباعو ژوند له لاسه ورکړی، د درېیو افغانانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.»
قانع لیکلي، تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څلور کسان نیول شوي دي.
هغه ډاډ ورکړی چې د یادې پېښې ټول عاملین به پیدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

Views: 84

Exit mobile version