Pajhwok Afghan News

فاریاب کې د سېلابونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

میمنه (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د فاریاب د والي ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت پښتونکوټ، بلچراغ، المار، خیبر او قیصار ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.

نوموړي وویل چې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي، له زرو ډېر کورونه، څه باندې زر جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه، ۱۵۰ دوکانونه، یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي او سلګونه څاروي تلف شوي دي.

هغه وویل چې نن غرمه د مرستیال والي په مشرۍ زیانمنونکو ته د رسېدنې په موخه د دولتي ادارو او موسسو جوړې کمېټې ناسته وکړه او لازم تصامیم ونیول شول.

بلخوا، د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپانه کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر او خلکو ته اوښتي زیانونه بې‌مخینې یادوي.

د میمنې ښاروال داملا ګل‌احمد مبشر وایي چې دغو سېلابونو ډېر زیان خیبر ولسوالۍ کې اړولی دی.

د هغه په خبره، خیبر ولسوالۍ کې څلور کسان مړه او یو لادرکه شوی، څه باندې زر جریب کرنیزه ځمکه، لسګونه کورونه او یک کلینیک ویجاړ شوي دي.

ورته مهال، د بلچراغ ولسوالۍ یو اوسېدونکی نقیب‌الله وایي چې دې ولسوالۍ کې دا وروستي وروښتونه او سېلابونه په ۵۰ کلونو کې بې‌مخینې وو، قورچې، کولیان او بازار سیمې اوبو لاندې کړې او کورونه یې ویجاړ کړي دي.

هغه له حکومت او موسسو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې سېلاب‌ځپلو ته لازمې مرستې ورسوي.

Views: 7

Exit mobile version