Pajhwok Afghan News

کندوز او کونړ کې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د کونړ په ناړۍ او څوکۍ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۲ پروژو او د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۲۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ډنمارک نړۍوالې پراختیایي ادارې په مالي مرسته د یاد ولایت په ناړۍ او څوکۍ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۱۶۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي.

خبرپاڼه کاږي، دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او ترمیم، د کانالونو او د اوبو ذخیرو پاکول او جوړول، د چک‌ډیمونو، پلې لارو، کوڅو، پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په لړ کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د دغو پروژو په بشپړېدو سره په اړوندو برخو کې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ډنمارک پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په حاجي خان رسول کلي کې د ۲۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۴۰ مترمکعب په وړتیا د کانکریټي ذخیرې جوړول، کور په کور د ۱۴۱ شیردهنونو نصبول، د ۱۶ سولر تختو نصبول، د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د څاه کېندل او د ۱۲۰۵۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادې شبکې د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د دې شبکې په بشپړېدو سره د یاد کلي ۲۳۳ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

Views: 10

Exit mobile version