Pajhwok Afghan News

قانع: لوګر کې چاودنه شوې خو مرګ‌ژوبله نه لري

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ١٤٠٣): د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو تعليمي مرکز ته نږدې پخواني چاودېدونکي توکي چاودلي، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه څرګندونې تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه لیکلي: «نن شپه تقریبا دوولس‌نیمې بجې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو تعلیمي مرکز شکار قلعه ته نږدې یوه اندازه پخواني چاودېدونکي توکي چې په یو ځای کې ایښودل شوي وو، د یوه مجاهد د بې‌احتیاطۍ له امله چاودېدلي چې کوم ځاني زیان نه لري.»

د یادې چاودنې غږ ډېر زورور و او د دغه ولایت تر ډېرو سیمو اورېدل شوی دی.

Views: 68

Exit mobile version