Pajhwok Afghan News

غور کې سېلابونو د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی او درانه مالي زیانونه یې اړولي

فېروزکوه (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): غور کې ځايي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده‌مرغه د سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي، ۲۵۰۰ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې، باغونه، سلګونه پلچکونه، پلونه او سربندونه تخریب شوي، زرګونه څاروي تلف شوي او دغه‌راز لسګونه نقیله وسایط سېلابونو وړي دي.»

نوموړي وویل چې له بېلابېلو ادارو جوړ شوي مرستندوی ټیمونه سېلاب‌ځپلو سیمو ته استول شوي څو له خلکو سره مرسته وکړي.

دغه‌راز، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکي: «د تېرې ورځې د سېلابونو راوتلو له امله د دغه ولایت مرکز، دولت‌یار، شهرک، تولک، دولینه، مرغاب او لعل‌وسرجنګل ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.»

سرچینې ویلي: «د سېلابونو له امله تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ کسان شهیدان، لسګونه کسان لادرکه، ۲ زره کورونه په بشپړ او ۴ زره کورونه په قسمي ډول ویجاړ شوي، ۵۰۰ دوکانونه، سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه، سلګونه پلونه، پلچکونه او سربندونه ویجاړ شوي، سلګونه زره مثمر او غیر مثمر ونې له منځه تللې دي او زرګونه څاروي تلف شوي او د دغه ولایت مواصلاتي لارې هم بندې شوې دي.»

 د یادونې ده چې دا شمېرې ابتدایي دي او ښایي چې په کې ډېروالی راشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه د غور له سېلاب‌ځپلو سره د همدردي ښودلو ترڅنګ لیکلي چې دغه ولایت کې زیانمنو ته د رسېدنې او د ایسارو کسانو ژغورنې په موخه مرستندویه ټیمونه استول شوي دي.

دغه‌راز د غور ځایي مسوولین وایي چې د غور- هرات لویې لارې په ګډون د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې هم د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

Views: 19

Exit mobile version