Pajhwok Afghan News

نن د تېرو اوو ورځو په نسبت کابل ښار کې د اوبلن ګازو او ډیزل تېلو بیې ټيټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د هندي بورې، غوړو او سروزرو بیې لوړې شوې، خو د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تېرې شنبې ته ورته د یو لېتر پټرولو بیه ۶۲ افغانۍ ده.

هغه وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر ډیزلو بیه له ۵۹ څخه ۵۸ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه له ۵۰ څخه ۴۸ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

دواړه سرچینې وايي، د یادو توکو بیې نړۍوالو بازاونو کې د ټیټېدو له امله د کابل ښار بازارونو کې هم ټیټې شوې دي.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۰۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتر مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د وروستیو سېلابونو له امله د خوراکي توکو واردات کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.

خو هغه وايي چې نن هم لکه تېره شنبې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سیله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۱۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو‌زرو بیې

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۴۵۰ څخه ۴۵۵۰ افغانیو ته او د ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سروزرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سروزرو د بیې بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

ډالر او کلدارې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۲۲مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانیو بدلېدې.

Views: 9

Exit mobile version