Pajhwok Afghan News

خوست کې د درېيو هېوادونو د ازادې مبارزې ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې

خوست ښار (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۳): خوست کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ازادې مبارزې لوبغاړو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د ALFC سازمان له خوا وړمه شپه او تېره شپه د خوست په فوټبال لوبغالي کې ترسره شوې، د افغانستان، پاکستان او ايران هېوادونو لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

خوست کې د دغه سازمان مشر عتيق‌الله منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د درېیو پاکستاني او درېیو ايراني لوبغاړو په ګډون د ازادې مبارزې سياليو ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه، له دې سياليو څخه د دوی موخې د ځوانو لوبغاړو روزل او همدا ډول د افغانستان او د سيمې هېوادونو لوبغاړو ترمنځ د يووالي رامنځته کول دي.

هغه وويل: «په دغو سياليو کې درې واړو ايرانيو لوبغاړو خپلې سيالۍ د افغان لوبغاړو پر وړاندې وبايللې، همدا ډول د درېيو پاکستانيانو څخه دوو يې وګټلې او يوه يې وبايله، نور د بېلابېلو ولايتونو لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه.»

د ازادې مبارزې يوه پاکستاني لوبغاړي صابرشاه پژواک ته وويل چې دا دويم ځل دی چې خوست ولايت ته سفر کوي او له خپل افغان سيالانو سره د ورورۍ په فضا کې لوبې ترسره کوي.

هغه وويل که موقع ورته برابره شي، نه يوازې دی، بلکې نور لوبغاړي به هم وهڅوي څو افغانستان ته راشي او دلته لوبې وکړي.

دی زياتوي: «کله چې يو سړی له پاکستانه راشي او دلته افغانانو سره مخ شي، بيا ورته معلومېږي چې هغوی څومره مينه ورکوي او همدا ډول که افغانان هلته لاړ شي. دا سوشل ميډيا خبرې دروغ دي او زه په خوست کې يم او د هغوی مينه ما په خپله وليدله.»

ورته مهال، د ازدې مبارزې يوه ايراني لوبغاړي متين قادرپور هم پژواک ته وويل خوښ دی چې افغانستان په ځانګړي ډول خوست ته تللی او د خپل افغان سيال پر وړاندې ولوبيده.

هغه وويل، افغانستان د ازادې مبارزې برخه کې ښه لوبغاړي لري او په که ورته امکانات برابر شي، نور پرمختګ به هم وکړي.

نوموړی وايي: «لس ورځې کېږي چې دلته يم او دا زما دويم ځل دی چې خوست ته راځم، ما په دې لسو ورځو کې د خوست د خلکو هيڅ بدي نه ده ليدلې. موږ ډېرې ښې سيالۍ درلودې او دلته د ازادې مبارزې لوبو ښه پرمختګ کړی.»

په همدې حال کې ځيني افغان لوبغاړو بيا خپلو خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ازادې مبارزې برخه کې ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

يوه افغان لوبغاړي وحيدالله سيال وويل، د سپورتي لوبغالو جوړولو ترڅنګ دې ورته وخت ناوخت د بهرنيو لوبغاړو سره لوبې برابرې کړي، څو نوې تجربې ترلاسه کړي.

Views: 68

Exit mobile version