محمودراقي (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.
د کاپيسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، د یاد ځوان مړی چې مقصود نومېده او د نجراب ولسوالۍ د خارج درې د تروري کلي اوسېدونکی و، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د خارجدرې د برې کلاني درې سیمه کې موندل شوی دی.
د هغه په خبره، لومړني معلومات ښیي چې دغه کس سېلابي اوبو یادې سیمې ته راوړی دی.
هغه زیاتوي، د یاد ځوان خپلوان پر چا کومه ادعا نه لري او تاییدوي چې ښايي سېلاب مړ کړی او دلته راوړی وي.
Views: 7