چاریکار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): چارواکو په پروان کې د شل ټنه بېکیفیته، تقلبي او تاریختېرو توکو د له منځه وړو پر مهال وویل، د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودو لپاره د دغه ډول توکو د له منځه وړل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د خوړو او درملو امریت په همکارۍ نن د دغه ولایت په مرکز چاریکارو کې نږدې شل ټنه بېکیفیته، تقلبي او تاریخ تېره خوراکي او غیرخوراکي توکي او درمل د یاد ولایت د مرستیال والي او یو شمېر دولتي ادارو د چارواکو په شتون کې وسوځول.
د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ رازمحمد یاسر په دې تړاو جوړه شوې ناستې ته وویل چې یاد نږدې شل ټنه سوځول شوي توکي د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو او ولسوالیو راټول شوي وو.
د پروان مرستیال والي مفتي محمدادریس انوري وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د شته فساد له امله د حکومتي چارواکو په ملاتړ بېلابېل بېکيفيته او تاریخ تېر توکي پر هېوادوالو پلورل کېدل.
هغه زیاته کړه چې د تاریختېرو، بېکیفیته او تقلبي توکو د تولید، تورید او خرڅلاو مخنیوی د اوسني نظام په لومړیتوبونو کې دی او حکومت په دې برخه کې ډېرې لاستهراوړنې لري.
د پروان د خوړو او درملو امر ډاکټر سخيګل صاحبي د خپلو پلانونو، کړنو او کړنلارو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې یادې ادارې په تېرو ۴۵ ورځو کې د ۱۹۹۷ قلمه تاریختېرو او بېکيفيته درملو ترڅنګ زیاته اندازه تاریختېر او بېکيفيته خوراکي توکي راټول کړي دي.
هغه وویل، هڅه کوي چې د سیمهییزو مسوولینو په همکارۍ د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودلو لپاره د بېکيفيته، تقلبي او تاریختېرو توکو او درملو مخنیوي برخه کې لا چټک ګامونه پورته کړي.
د پروان د پوهنې ريیس مولوي سیدمحمد فیضی، د حج او اوقافو رییس مفتي شفيعالله صديقي، د اقتصاد رییس حافظ مجیبالله رحيمي او د اصنافو رییس انجینر امامالدین د یاد اقدام هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د یاد ولایت د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالخالق حیدري وایي چې د بېکيفیته خوراکي توکو او درملو کارول د بدن مقاومت له منځه وړي او د ګڼو ناروغیو لامل کېږي.
هغه زیاته کړه چې مسوولین دې د یوې سالمې ټولنې رامنځته کولو او اړوندو ناروغیو د له منځه وړو لپاره د بېکيفيته خوړو او درملو ټولولو کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي څو شته ستونزې له منځه ولاړې شي.
Views: 10