ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ابراهیم رییسي جنازه د پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي

د ابراهیم رییسي جنازه د پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي

author avatar
21 May 2024 - 16:21
د ابراهیم رییسي جنازه د پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي
author avatar
21 May 2024 - 16:21

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ختیځ اذربایجان د اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر ویلي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازې تبریز ته لېږدول شوې او د راتلونکې  پنج‌شنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.

ایرنا اژانس د ختیځ اذربایجان اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر سیدمحمود حسیني له قوله راپور ورکړی چې د یادو کسانو جنازې به له تبریزه تهران ته انتقال شي.

هغه زیاته کړې: «د شهیدانو د جنازې لمونځ د چهارشنبې ورځ د رهبرۍ ستر مقام له لوري ادا کېږي او د محبوب ولسمشر جنازه د پنج‌شنبه ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.»

د راپور له مخې، د ایت‌الله ال‌هاشم، د تبریز د جمعې امام او د ولي‌فقیه استازی او د شرقي اذربایجان والي مالک رحمتي جنازې به هم د پنج‌شنبې په ورځ د شرقي اذربایجان په مراغه ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، د ایران د ولسمشر په ګډون یادو کسانو تېره یک‌شنبې د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې د چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.