Pajhwok Afghan News

بلخ کې یو څلور کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

مزارشریف (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو څلور کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مزارشریف ښار لسمې امنیتي حوزې ځواکونو تېره شپه دوه «مشهور او خطرناکه» انسان‌تښتوونکي نیولي او یو څلور کلن ماشوم یې د هغوی له منګولو ژغورلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې تښتول شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو له لوري خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Views: 13

Exit mobile version