کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د مړه شوي ولسمشر سید ابراهیم رییسي جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته روان شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبه) ایران ته ولاړ.
اعلامیه کې راغلي: «د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د مړه شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ به د دغه هېواد حکومتي چارواکو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ډاګېرنې مراتب وړاندې کړي.»
د یادونې ده، د سید ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازه روانه پنجشبه ورځ مشهد کې خاور ته سپارل کېږي.
Views: 19