ایبک (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګار د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې یو باروړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال شوې چې د ډبرو له سکرو بار یو موټر له درهصوف ولسوالۍ مرکز ایبک ښار ته روان و چې د زهرا او لیله کلي مربوطاتو کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
سرچینې د دې پېښې لامل په موټر کې تخنیکي ستونزه یاده کړې ده.
Views: 5